په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ويلي چې پناه اخيستنه يو انساني حق دی او د پناه غوښتونکو د ۱۹۵۱ کال د کنوانسيون له مخې، د دې کنوانسيون غړي هیوادونه باید هغه پناه غوښتونکي مجازات نه کړي چې ژوند او ازادۍ يې له ګواښ سره مخ وي.
يوه سرچينه چې نه غواړي نوم ېې خپور شي اطلاعات روز ته وویل، چې پر دغه ناروغۍ د اخته ماشومانو له خولې او پزې وینه راځي او نږدې روغتیایي مرکزونه یې له درملنې عاجز شوي دي.
یو شمیر نور ارزګانیان چې روغتون ته یې خپل ماشومان راوستلي وایي، چې د کمزوري اقتصاد له امله نه دي توانیدلي چې خپلو ماشومانو ته د موسم سره سم چاپیریال برابر کړي.
ارزګان کې د واکسين د برخې مشر بخت محمد مصطفی وايي، چې دغلته نږدې ۹ سلنه ماشومان چې عمرونه يې تر پنځه کلونو کم دي د عامه پوهاوي نشتون له امله په بشپړ ډول له پولیو واکسين څخه کېږي.
د سرې میاشتې په وینا، دا ډاکټران سږ کال د سلواغې له ۲۰مې تر ۲۵مې د ناروغ ماشومانو معاینه، تشخیص او ټاکنه پیلوي.
دلته د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز دی. که څه هم دا زندان ندی، خو په مرکز کې یو شمیر ماشومان ادعا کوي، چې د دې مرکز شرایط له زندانه کم ندي. دغو ماشومانو اطلاعات روز ته په خبرو کې وايي، چې په دې مرکز کې ټاکلي اصول د دوی ژوند له ستونزو سره مخ کړی. د ډوډۍ او ځای ستونزه، زده کړو او ارام ته نه لاسرسی د دې مرکز عمده ستونزې دي.
نوموړې وويل چې خاوند يې په تيرو جګړو کې وژل شوی دی او اوس د کورنۍ سرپرستي دې ته ورغاړې ده.
هغه وايي، د طالبانو راتګ سره یې هيله درلوده چې د دوی په سيمه کې به د زده کړو زمينه برابره شي خو زياتوي چې تر اوسه یې د ماشومانو زده کړو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.
د ماشومانو د حقونو د نړيوال شاخص له راپور سره سم، افغانستان د ۲۰۲۳ ميلادي کال پر مهال د ماشومانو...
له شهر بزرګ ولسوالۍ څخه يوه ځايي سرچينه وايي، چې مړه شوي ماشومان د «رزک»، «فريسک» او «خاک پتاو» ولسواليو دي او عمرونه يې له دريو مياشتو څخه نيولې بيا تر دريو کلونو پورې و.