د سیمې یوه اوسېدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د حسیبې په نوم یوه کوچنۍ ماشومه تېره ورځ شاوخوا ۰۳:۰۰ بجې د شیګل ولسوالۍ د «شینکوړک» له سیمې د سیند اوبو له ځان سره وړې ده.
د طالبانو پولیسو وویل: «د قاتلینو پلار معتاد و او دې ماشوم ډوډۍ ورته راوړله، نو د دې معتاد کس زامنو دغه ماشوم وژلی چې پر پلار یې تاوان او پلار يې بندي شي او کور يې زامنو ته پاته شي.»
قریشي زیاتوي، یاد ماشوم د بهسودو اړوند د کابل سیند کې د لامبو پرمهال اوبو ډوب او وړی دی؛ چې بیا یې جسد ځایي خلکو او طالب سرتیرو د لعلپورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په سیند کې موندلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
کندهار کې د طالبانو د والي وياند عزيز عزيزي وايي، یاد ماشوم عبدالرحمن نومیده او نن د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند «لغړو» سیمه کې ۳۰ متره برمې ته لویدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د دې ولایت لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ د امنیت امر امین وایي، یاد ماشوم درې کاله عمر درلود او نن (یکشنبه، ۲۷ د وري) سهار ۸:۰۰ بجې ۱۰۰ متره ژورې برمې ته لویدلی و.
نظرګل زیاتوي، چې یاد ماشوم د ګرمۍ له امله مړ شوی ځکه کورنۍ یې بې وزله او دومره توان یې نه درلود چې د ځان لپاره سولري بریښنا برابره کړي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، مړ شوی ماشوم تېر ماښام (یکشنبه، ۲۱ د غبرګولي) شاوخوا ۶:۰۰ بجې ټېلر موټر وهلی او خپل ژوند یې بایللی دی.
د تورخم لپاره د طالبانو کميسار مولوي قسمت الله مبارز وایي، چې پېښه تېره ورځ مازدیګر هغه مهال رامنځته شوې چې یاد ماشوم له پاکستان لوري افغانستان ته ځینې توکي را اړول چې پر همدې مهال ټیلر موټر وهلی دی.
نوموړی زیاتوي، چې یو سراچه ډول موټر یو دولس کلن ماشوم وهلی او وروسته یې د سختو ټپونو له امله روغتون ته په لاره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دې ولايت لپاره د طالبانو د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ريیس محمدقاسم محمد وايي، چې دغه پیښه نن (یکشنبه، ۱۳ د وري) د خاشرود ولسوالۍ په «کندهاري» کلي کې رامنځته شوې ده.