د طالبانو له لوړې ماليې څخه په داسې حال کې خلک شکايت کوي چې واک ته د طالبانو له رسيدو ورسته په ټول هېواد کې کار وبار په ټپه دريدلی دی.
ورته مهال ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکو خصوصي رسنيو ته خبرداری ورکړی چې خپل پاتې ماليات ورکړي، کنه نو له جدي چلند سره به مخ شي.
د طالبانو ماليې وزارت زياته کړې چې د پوهنتونو، مدرسو او خصوصي ښوونځيو څلور سلنه ربعوار ماليات د يوه کال لپاره (۱۴۰۲ مالي کال) معاف کړای شوي دي.
د ده په وینا، که طالبان د هټیو د کرایې او پر کلنۍ مالیې له سره غور ونه کړي او راکمې یې نه کړي نو زیاتره هټۍوال به اړ شي چې خپل کاروبار ودروي.
پانګوال نور احمد وايي، د بریښنا زیاتې پرچاوي، لوړې مالیې او د مناسب ځای نشتون برخې کې د شته ستونزو ډېرېدو له امله نه یوازې په دې ولایت کې نوره پانګونه نه دی شوې بلکې ځېنې فعاله تولیدي فابریکو هم خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
په ننګرهار ولایت کې د هوټلونو د اتحادیې مشر احمد شاه ساپی وایي، چې د پخوا په پرتله یې مشتریان کم او کاروبار ۸۰ سلنه خراب شوی او اوس په ناوړه وضعیت کې دي.