۵۳ کلن محمد یار په تیوره ولسوالۍ کې یو هټیوال دی. هغه اطلاعات روز ته وایي، چې تیورې ته په ورغلیو سړکونو د خښ شویو ماینونو او دغه راز د طالبانو ډلې تلاشیو له امله، د دې ولسوالۍ مرکز د لومړنیو توکو له سخت کمښت سره مخ دی.
د تیوره ولسوالۍ ډېری لومړني توکي له هرات او کندهاره وړل کیږي، خو د طالبانو اقتصادي بندیز سره، هټۍ خالي شوي دي. هغه وایي، چې د ۱۰ کیلوګرامه غوړیو بیه له ۹۰۰ افغانیو ۱۲۰۰ ته پورته شوې ده او دغه راز د وریځو ۲۵ کیلوګرامه بوجۍ بیه له ۱۱۰۰ څخه ۱۶۰۰ ته رسېدلې ده.