د پکتیا پوهنتون لپاره د طالبانو مسوولین هم د بدل اعاشې ستونزه مني، خو ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلونکو لسو ورځو کې به محصلینو ته د ځانګړو شویو مادي حقونو لړۍ پیل شي.
د طالبانو د دعوت او ارشاد امريت له لوري پوهنتون ته په استول شوي مکتوب کې ویل شوي چې استادان او اداري کارکوونکې باید ږیرې پریږدي، لونګۍ وتړي او په ټاکل شوې لاره تګ راتګ وګړي.
د طالبانو تر مديريت لاندې د ازموينې ادارې په دې اړه په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې دا اداره د طبي شورا د ازموينې په پلانولو کې لاس نه لري او د دې شورا له پلان سره سم ازموينه اخلي.
د پکتیا پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو زده کړیالانو د طالبانو د لوړو زده کړو له وزیر غوښتنه وکړه چې په پکتیا پوهنتون کې نیمګړې پروژې بشپړې او د عملي زده کړو برخه کې دې هم ځانګړې پاملرنه وشي.
محصلین غوښتنه کوي چې څومره ژر کیدای شي د طالبانو حکومت دې دوی ته لیلیه جوړه کړي ځکه په خبره یې چې دوی دومره توان نه لري چې د زده کړو په جریان کې هم کرایه ورکړي او هم نور لګښتونه پوره کړي.
طالبان نه غواړي چې عصري زده کړې وده وکړي او دوی ټول په دې هڅه کې دي چې د نورو زده کړو پر ځای محصلينو ته ديني زده کړې ورکړي.
دغو محصلينو د هرات پوهنتون ریاست ته چې د طالبانو تر ادارې لاندې دى، په جلا جلا ليکونو کې ليکلي چې د نجونو د زده کړو ځنډول د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف کار دى.
د ازموينو اداره وايي، په دې ازموينه کې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو د ستوماتولوژۍ (د غاښونو طب) او طب پوهنځيو څه باندې اووه زره محصلينو برخه اخيستې وه.
د کندهار پوهنتون مسوولين بیا وایي، د طالبانو له بيا واک ترلاسه کولو وروسته په ټول هيواد کې د انکشافي کارونو د درېدو لهامله نه دي توانيدلي چې پوهنتون کې شته ليليې د ۳۰ سلنې پاتې کار له امله پرانيزي او محصلينو ته پکی ځای ورکړي.
د حکومت تر پاشل کېدو وروسته نه يوازې کتاب د ځوانانو د تشخص او هويت نښه نه ده بلکې ځينې کتابونه جنجال پاروونکي دي او د نيول کېدو لامل کېږي.