بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې نن (دوشنبه، ۱۸ د کب) کابل کې د رسنیو مرکز کې وکړې او زیاته یې کړه چې په دې غور کوي چې د دې طرحې کومې برخې د افغانستان له ملي ګټو سره سمې او کومې یې سمون نه خوري.
ښاغلي اتمر زیاته کړه، د دوی غوښتنه دا ده چې په دې دوو غونډو کې د سیمې او نړیوالې ټولنې قاطعیت له سیاسي لارې طالبانو ته توضیح شي، چې دوی نه یوازې د افغانستان خلکو او د افغانستان دولت پر وړاندې قرار لري، بلکې د سیمې او نړیوالې ټولنې د واحدې لیکې پر وړاندې قرار لري، چې باید جګړه ودروي او د سولې خبرو اترو له لارې سیاسي هوکړې ته ورسېږي.