څرخ، خوشي، ازره، خروار او ځینې نورې د لوګر ولایت هغه ولسوالۍ دي، چې خلک یې تر نورو ډېر په مخابراتو برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د مخابراتو رییس ذبیح الله ذکي وایي، په پلان کې لري چې په نږدې راتلوونکي کې به د لېرې پرتو ولسوالیو سربیره د لویو لارو په اوږدو کې هم مخابراتي خدمات فعاله کړي.
کندهاریان وایي، يو شمېر مخابراتي شرکتونو د پيرودونکو غوښتنې په پام کې نه نيسي او ادعا کوي چې شرکتونه په خپل سري توګه د دوی په سیمکارتونو کې شته کريډيټ خپلو جېبونو ته اچوي.
د ننګرهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس ذبیح الله ذکي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو د تت فعالیت ستونزه مني.
د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي، د جګړو له شدت سره هم مهاله د مرکز په ګډون د دې ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې مخابراتي شبکې تړل شوي او فعالیت یې په ټپه درولی، چې له امله یې د ځايي اوسېدونکو ورځنۍ چارې ټکنۍ کړې دي.
د نورستان د مرکز پارون او لېرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د کمزورۍ له امله اړ دي، چې له درېو تر څلورو ساعتونو نورو سیمو ته پلی مزل وکړي.
د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، یوه مخابراتي شبکه یې هم په سیمه کې په سم ډول کار نه کوي او د یوې عادي ټیلیفوني اړیکې لپاره هم یوه لوړ ځای ته پورته کېږي.
ختیځ کې د اترا ادارې رییس رحیم الله شینواري اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبروکې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د مخابراتي شبکو د کمرزي فعالیت ستونزه تر یوې اندازې مني خو وایي، هڅه کوي د مخابراتي شبکو په برخه کې شته ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.
د پکتیا په ګاونډ پکتیکا ولایت کې هم د مخابراتي خدمتونو ستونزه جدي ګڼل کیږي، د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، هغو سیمو کې چې د تېر نظام پر مهال طالبانو کوم محدودیتونه لګولي و، اوس له منځه وړل شوي، خو بیا هم په لرې پرتو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو انتونه له کوم دلیل پرته بند وي.
هغه وايي، چې د مخابراتي انتنونو نشتون د خلکو په سوداګرۍ هم ډېره ناوړه اغېز کړی او همدارنګه په نورو سيمو او هېوادونو کې د دې ولسوالي له مسافرو څخه يې کورنۍ او خپلوان په مياشتو احوال نه شي تر لاسه کولی.