په قومي توکه بشير نورزی د نورزيانو له بانفوذه او ځواکمنې قبيلې څخه دی او د هیواد د سویل کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې پيدا شوی دی. نورزی قوم د پښتنو په قومي وېش کې د درانيانو يوه څانګه ده.
يوناما د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په وينا ويلي دي: «لويي ننګونې شته دي. افغانستان په نړۍ کې د ۸۵ سلنې تارياکو سرچينه ده.»
د نيمروز لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس مفتي حبیب الله الهام وايي، چې په دغه کارخانه کې یې ٥٠٠ کيلو ګرامه اومان، ١٠ کيلو سوډا، ١٠ ډبي تيزاب، پنځه کيلو سيچمي، ١٠ بطرۍ او یو اندازه تېل نیولي دي.
ارزګان ولايت کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند اغاولي قريشي وايي، د خپل مشر ملاهبت الله د هغه فرمان پر اساس چې پکي د مخدره توکو پر کاروبار بنديز لګول شوی دوی په ترينکوټ ښار کې د نشهیي توکو د «تارياکو چوک» په نوم یاد بازار وتړه.