د طالبانو عدليې وزارت ويلي، چې د يو زر او ۳۰۰ نارينه مدافع وکيلانو د وکالت جوازونه يې تمديد کړي دي. اوس مهال د طالبانو د حکومت قضايي سيسټم «بشپړ نارينه» ګڼل کېږي.
په پروان ولايت کې يو شمېر ښځينه مدافع وکيلانې چې د طالبانو د حکومت تر راتلو وروسته د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې، وايي چې د خپل امنيت په اړه په ویره کې دي او ډاریږي.