کابل کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ وايي، چې نبيزاده له خپل يوه ساتونکي سره د کابل په دولسمه ناحيه کې د نامعلومو وسله والو له لوري په خپل کور کې وژل شوې ده.
د امريکا ځانګړي استازي تېره شپه (دوشنبه، ۲۶ د مرغومي) په يوه ټويټ کې ليکلي چې «يوه جدي پلټنه به له موږ مرسته وکړي چې پوه شو نبيزاده چا وژلې ده.»