په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تورخم ښارګوټي کې یې د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې ۲۵ کیلو ګرامه بېلا بېلې قیمتي ډبرې چې پاکستان هیواد ته قاچاقېدلې نیولې دي.
لغمان کې د طالبانو د چاپېريال ساتنې ريیس محمد فهیم صدیقي په دغه ولايت کې پر ښکار بنديز تاييدوي او وايي، پر ښکار یې له بندیز موخه د چاپېريال ساتنې اصولو او مقرراتو پلي کول دي.
نوموړي زیاته کړې، چې ولايتي ادارې دا اقدام د هغو صحرايي مرغانو او الوتونکو د فرار مخنیوي په موخه کړی چې د زیاتو واورو د اورښت له امله په دښتو کې د خوراک له کمښت سره مخ دي او فرار ته مجبوره شوي دي.
پکتيکا وال وايي، په مرکز ښرنې، ارګون، خيرکوټ، برمل او ځينو نورو ولسواليو کې د مرغانو او بېلابېلو وحشي ژويو نيولو او قاچاق اندېښمن کړي او د چاپيريال لپاره يې په زيان بولي.