د مزار شريف اوسېدونکي وايي، چې طالبانو د روضې شاوخوا کلک امنيتي تدابير نيولي، شاوخوا لارې يې تړلي او د نقليه وسایطو تګ – راتګ ته اجازه نه ورکوي.
بنټ ليکلي: «پر خبریالانو دا بريد په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ يو بل ګزار دی او د ملاتړ زياتوالی اړين دی.»
دغه چاودنه د مزار شريف ښار د درېيمې ناحيې اړوند سيد اباد څلور لارې کې د سړک غاړې ماين له امله رامنځته شوې او د حيرتان بندر د نفتي موادو د کارمندانو ۳۰۳ موټر یې په نښه کړی دی.
د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستيالۍ دفتر ويلي، چې دا پروژه يو زر او ۴۶۸ کيلومټره ده او ويل کېږي چې دا پروژه له نهو ولايتونو، ۲۷ ولسواليو او ۸۰۰ کليو تېرېږي.
«د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» اعلاميه کې راغلي: «د طالبانو يوه لوړپوړي چارواکي هغه وخت هزاره نامسلمان بلل او د هغوی د عام وژنې فتوا يې ورکړې وه چې دا زموږ په هيواد کې د قومي تصفيې، نسل وژنې او فرقهيي نابودۍ يو عيني مثال و.»
یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، دغه دوه ځوانان تېره شپه (شنبه، ۲۲ د زمري) د مزارشريف ښار په نهمه ناحيه کې هغه مهال د طالبانو له لوري وژل شوي، چې د دوی د تلاشي له ځایه یې تیښته کړې وه.
د مزار شريف يو شمېر اوسېدونکي چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، طالبان بلخ پوهنتون ته پر غځيدلې لار، د سخي روضې شاوخوا او د ښار په نورو سيمو کې له پوځي موټرونو، سپکو او درنو وسلو سره حضور لري.
د اطلاعات روز خبريال هم راپور ورکوي چې په دې چاودنه کې د حيرتان بندر د نفتي موادو د کارکوونکو ۳۰۳ موټر په نښه شوی دی.
«مسلم» د انګلیسي ژبې ښوونیز مرکز او یو شمېر نور خصوصي ښوونیز مرکزونه چې د کمپیوټر او انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې فعالیت کوي، هغه مرکزونه دي چې نن سبا د نجونو پر مخ تړل شوي دي.
اطلاعات روز: په مزار شريف ښار کې د زرګونو ملکي وګړو په ځانګړې توګه د هزارهوو د عام وژنې د...