سرچينه زياتوي، چې له ۲۸ نفرو څخه د درې تنو مړي په داسې حال کې موندل شوي چې يخ وهلي و. دا درې نفره په بې رحمانه توکه شکنجه شوي او وژل شوي دي.
کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د سپین بولدک دروازې تړلو له امله د هرې ورځې په تېرېدو سره د دواړو خواوو سوادګرو ته په میلیونونو افغانۍ زيان رسېږي.
خدايداد هوتک د روان کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د زړه د حملې له کبله ومړ. خپلوانو يې دا جرأت نه درلود چې دا تريخ حقيقت يې کورنۍ ته ووايي. دوی د هوتک کورنۍ او ماشومانو ته ويلي و چې خدايداد ټکر کړی دی
يوې سرچينې ايکسپريس ټريبيون ته ويلي: «د هوايي سفر ستونزې ته په پام سره د ځمکني سفر اجازه ورکړل شوې ده. د طالبانو د حکومت تر راتلو وروسته هوايي سفرونه سخت شوي دي.»
پاکستان ته نه یوازې تلونکي مسافر ځوریږي بلکي ډیر کله سوداګرو ته هم ستونزې جوړیږی او وخت ناوخت د سوداګریزو موټرو د تګ-راتګ پرمخ دروازه تړل کېږي.