د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړې چې د چين ځانګړي استازي ټينګار کړی چې د دواړو هيوادونو اړوند بنسټونه بايد د مس عينک پروژې په عملي پېلېدو سره زيات کار وکړي.
د مسولينو په خبره په دې مهمه سيمه کې تر اوسه ۳۰۶۰ بېلابېل اثار او مجسمې تر لاسه شوې، چې ۵۷۴ يې ملي ميوزيم ته لېږدل شوې دي.
د طالبانو د کانونو وزارت سرپرست ويلي، چې دې وزارت له قرارداد سره سم خپل ټول مسووليتونه پوره کړي او قراردادي شرکت بايد تر دې زيات وخت د مس عينک پروژې عملي چارې ونه ځنډوي.