ديني عالم مولوي ساجد په دې اړه وویل:«مطالعې کولو سره د انسان ذهن پراخیږي کله چې انسان مطالعه نه کوي ذهن يې خراب او کمزوری کيږي.»
په مرکز ګردېز کې د یو کتاب پلورونځي مسوول بسم الله سعید اطلاعات روز ته وویل، چې د کتابونو د نه خرڅلاو له امله اوس د خپل دوکان کرایه هم نه شي پوره کولی.
هغه اطلاعات روز ورخپاڼې سره په خبرو کې وویل، دا کار یې له خپلې مورنۍ ژبې سره د مینې له امله د درې کالو په موده کې کړې او لا هم په دې برخه کې کار کوي، غږیز کتابونه ثبتوي او بیا یې د ټولنیزو شبکو له لارې خپروي.
نوموړی زیاتوي، چې اوس مهال یې د خوست ښار په هغو ځایونو کې د کوچنیو عامه کتابتونونو جوړولو هڅه پیل کړې، چې هلته د خلکو ګڼه ګوڼه او ناسته پاسته ډېره وي.
کتاب پلورونکی زیار وايي، د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز د کتاب پلورنې بازار سخت اغېزمن کړی او له نږدې دوو کلونو راهیسې یې لسګونه زره افغانۍ مالي زیان پرې کړی دی.
د سيدکرم ولسوالي اوسيدونکی محمدنبي کليوال وايي چې د ښوونځي او محصلي په دوران کې ډېری ځوانان بېوزله وي او له دې امله ځينې مهال آن د رسمي کتابونو پېرلو وس نلري، چې په خبره يې له پوهنتونونو له فراغت وروسته هم ګڼ ځوانان بې روزګاره دي او د کتاب پېرلو پيسې نلري.
د مرکز ګردېز اوسېدونکې نوراني همت وايي، په ښار کې د ښځینه وو لپاره د عامه کتابتون نه شتون له وجې زده کړیالانې نشي کولی، چې په شخصي کتابتونونو کې د خپلې خوښې کتابونه مطالعه کړي، هغه په دې برخه کې له اطلاعات او فرهنګ ریاست څخه غوښتنه کوي، چې ګردېز کې د ښځینه زده کړیالانو لپاره هم کتابتون جوړ کړي.
د نظام سقوط سره ډېرى لوستي کسان د اقتصادي ستونزو له امله خپلې راتلونکې ته نا هیلي شوي او همدې ناهیلۍ يې کتاب او مطالعې سره واټن پیدا کړی.
د حکومت تر پاشل کېدو وروسته نه يوازې کتاب د ځوانانو د تشخص او هويت نښه نه ده بلکې ځينې کتابونه جنجال پاروونکي دي او د نيول کېدو لامل کېږي.
د یاد بنسټ مسوول قاري محمد شاه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا کار یې په ټولنه کې د مطالعې کلتور د پیاوړتیا په موخه کړی. نوموړی وایي، هڅه کوي خپل فعالیتونه نورو ولسوالیو او ولایتونو ته هم وغځوي.