د قلم لار بنسټ په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې مطیع الله ویسا نن (پنج شنبه، ۴ د لړم) له ۲۱۵ ورځو زندان وروسته راخلاص شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ويلي، چې د زندانيانو بشري حقونه لکه د نيونې د دليل په اړه د اطلاعاتو حق، کورنۍ او قانوني وکالت ته لاسرسی بايد رعايت شي.
کرزي نن (سې شنبه، ۸ د وري) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ویسا په نیولو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې «قلم لار» بنسټ د هیواد د بچیانو په زده کړه کې د پام وړ هلې ځلې کړي دي.
په افغانستان کې د قلم لار (pen path) ټولنې مشر مطیع الله ويسا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، دا ډول ښوونځی او کتابتون يې ځکه رامنځته کړ ترڅو د ټول هېواد په لېرې پرتو ولسواليو کې نجونې او هلکان زده کړو ته لاس رسی پیدا کړي.
طالبانو هڅه وکړه چې د ویسا نيونه په يو ډول انساني وښيي او توجيه يې کړي. په دې لړ کې چې دوی کوم اخلاقي تنزل وښود، ښايي پخوا يې ډېرې کمې بېلګي ليدل شوې وي.
رینا امیري په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د هغو ښځو او نارينهوو د نيونې ګڼ راپورونه خپاره شوي چې زده کړو ته د نجونو د لاسرسي ملاتړ کوي.
کابل کې د اروپايي ټولنې د دفتر مشرې رافیلا لودیس د ويسا نيول کېدل ټکان ورکوونکي بللي دي. هغې په يوه ټويټ کې ليکلي چې ويسا يو داسې څوک دی چې له خپل هيواد سره مينه لري.