د خوست ولايت د مرکز يو دولتي ښوونځي ښوونکي عظيم خان دولتي ښوونکو ته د معاش په لوړېدو ټينګار کوي او وايي، ستړي کار ته په کتو يې میاشتنۍ تنخوا کمه ده چې د نوموړي د کورنۍ مصارف نه شي پوره کولی.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته متقاعدينو او معلولينو خپل کلني معاشونه نه دي تر لاسه کړي. دوی وايي، چې د دوی حقونه د دوی يوازينی عايد و او اوس مهال له تنګلاسۍ سره مخ دي.
شير محمد په کندوز کې يو بل معلول دی او د جګړې له امله يې يوه سترګه بايللې، دی هم معلولينو ته د طالبانو د حکومت له نه پاملرنې شکايت کوي.
يوه استاد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، کله چې په خپله طالبان نشي کولای له استادانو سره مرسته وکړي، د «يهودو او نصاراو» مرسته دې دهغوی له معاش نه ګرځوي.
که ښوونکو د پوهنې وزارت سره په يوه روپۍ هم هوکړه کړي وي باید دندې ترسره کړي او که يې اوسنی امتياز خوښ نه وي بیا دي دندې پريږدي.
د دې مکتوب په پای کې د طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست محمد يعقوب مجاهد لاسليک شوی دی او دا کرايه يې د روان مالي کال د دوو وروستيو مياشتو او د راتلونکي کال د دوو راتلونکو مياشتو لپاره مشخصه کړې ده.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ويلي، چې دا معاشات يوازې د علمي رتبو لرونکو ته دي او د استادانو د بست معاشات هم ورکول کېږي.
ښاغلي مجاهد وویل، دغه موسسه به د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان سره له مرسته شویو پیسو افغان ښوونکو ته معاشونه ورکړي.
که څه هم په یاده ولسوالۍ کې افغان ځواکونو په څو ځلي د دولت د وسله وال مخالفینو د ځپل کیدو په موخه عملیات ترسره کړل، خو بیا هم دغه ولسوالي امن نه شوه او لا یې هم ګڼې سیمې د وسله والو طالبانو په ولکه دي.
د طالبانو د عبدالله ابن مسعود درېيمې پلې لېواء قوماندان محمد نظامي نن (شنبه، ۱۳ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې هر منسب دار ته يې د رتبې له مخې په شفاف ډول معاشونه ورکړل.