اطلاعات روز: د اعتراضي ښځو د خوځښتونو ايتلاف د دوحې د غونډې له جوړېدو او دې غونډې ته د طالبانو...
د معترضو ښځو خوځښتونو په دې ليک کې ويلي، چې د طالبانو د باصلاحيته مخالفينو د استازو حضور ته د هر ډول نه پاملرنې په صورت کې به د دې غونډو پايلې د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه وي او د بشري حقونو او د ښځو د حقونو وضعيت به نور هم بدتر کړي.
د طالبانو له دریو پخوانيو زندانيانو سره د خبرو پر اساس، له دوی سره تاوتريخوالی شوی، شکنجه شوي او په رواني ډول ځورول شوي دي او د دوی د يوه په وينا «اخر سړی مات شي».
اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښځينه برخې د بشري حقونو په نړيواله ورځ له نړۍ غوښتي چې...
«د عدالت او ازادۍ لپاره د افغانستان د ښځو خوځښت» زياته کړې چې د بې عدالتيو او د طالبانو له لوري د افغانستان ښځو ته د نه پاملرنې پر وړاندې مبارزه کوي او ښيي چې د افغانستان باخبره ښځې هيڅکله هم د عدالت او ازادۍ لپاره له مبارزې لاس نه اخلي.
ټاکل شوې چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه د روانې ميلادي مياشتې پر ۱۸ او ۱۹مو نېټو د ملګرو ملتونو په کوربتوب په دوحه کې جوړه شي.
د بښنې نړیوال سازمان د يوه ليک په ليکلو سره د بشري حقونو له فعالانو غوښتي چې د دوی له لوري دې د طالبانو د استخباراتو رييس عبدالحق وثيق ته ورسوي او د منيژې صديقي د ازادېدو غوښتنه دې وکړي.
اطلاعات روز: د افغانستان د معترضو ښځو د خوځښتونو ايتلاف وايي چې نړيواله ټولنه بايد د بشري حقونو له اسنادو...
اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) د طالبانو له لوري د معترضو ښځو...
د بشري حقونو فعالانو او معترضو ښځو همدا راز ويلي، که ملګري ملتونه او د نړۍ هيوادونه د تمنا زرياب پرياني «انساني» غوښتنې او د نه خوراک اعتصاب ته پاملرنه ونه کړي، دوی به د نه خوراک نامحدود اعتصاب وکړي.