اطلاعات روز: په بهر کې د طالبانو د سياسي مخالفينو يو شمېر څېرو چې د «افغانستان ژغورنې لپاره د ملي...
«د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا» نړيوالې ټولنې ته په خطاب کې ويلي، چې «د څلوېښت ميليونه انسانانو برخليک هغې ډلې ته مه ور پرېږدئ چې پر هيڅ ډول انساني بديهياتو او حقوقي او اخلاقي نورمونو باور نه لري».
«د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» اعلاميه کې راغلي: «د طالبانو يوه لوړپوړي چارواکي هغه وخت هزاره نامسلمان بلل او د هغوی د عام وژنې فتوا يې ورکړې وه چې دا زموږ په هيواد کې د قومي تصفيې، نسل وژنې او فرقهيي نابودۍ يو عيني مثال و.»
دې سياسي څېرو د طالبانو تر حاکميت لاندې د افراطيت د ودې او له بشري مرستو څخه د ناوړې ګټې اخيستنې په تړاو انديښنه ښکاره کړې او ټينګار يې کړی چې دې ته نه پاملرنه به طالبان زړور
کړي.
«د افغانستان ژغورنې لپاره ملي مقاومت شورا» په خپله اعلاميه کې زیاته کړې، چې له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان يو ځای کېدل يوازې د ټولګډونه حکومت په موجوديت کې چې د خلکو په اراده جوړ شوی وي، ممکن دي.
اطلاعات روز: د «افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» په نوم په بهر کې د مېشتو سياسي څېرو...
د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا زياته کړې، چې د افغانستان د کړکېچ د حل په لار کې د هر ډول خبرو او مذاکرې ملاتړ کوي؛ خو باور يې دادی چې دا خبرې بايد هر اړخيزې وي او د افغانستان په قضیه کې ښکېل ټول اړخونه بايد پکې شامل وي.