ننګرهار کې عام خلک وايي، په ښار او ولسوالیو کې پر وخت د کثافاتو نه ټولول او په عامه ځایونو کې د ناپاکه اوبو د ډنډونو شتون د ملاریا ناروغۍ د لا پراخېدو زمينه برابره کړې.
ننګرهار کې د ملاریا د کنترول په موخه لومړی په سرحدي ولسوالیو کې لکه مومندره اولعل پوره کې اوسمهال عملآ د پشه خانو د ویشل کمپاین پیل شوی او د ویش دا لړۍ به ټولو ولایت ته وغځول شي
د روغتيايي چارو کارپوه ډاکټر نجیب الله بیا وایي، د پشه خانو نه استعمال او په سيمه کې د ناپاکو اوبو نه لېرې کول د دې سبب شوي چې ډير خلک په ملاریا او لشمانيا اخته شي.