دې څرګندونو په هيواد کې دننه او بهر د خلکو کلک غبرګونونه راپارولي او درې رنګه بيرغ يې د کوم نظام او شخص نه بلکې د هيواد ملي بيرغ بللی دی.
د پکتیا ولایت اوسېدونکی سالم ځدراڼ وايي، د طالبانو له راتګ سره هيڅ مخالفت نه لري او نه يې هم چا مخالفت کړی دی، خو د نوموړي په وينا چې طالبان بايد د ميليونونو افغانانو غوښتنې ته احترام ولري او ملي بيرغ پر خپل ځای پرېږدي.
مجیبالرحمن په خپلو خبرو کې وویل، چې درې رنګه ملي بیرغ دوی ته مثبته انرژي ورکوي او په دوی کې شور او ولوله زېږوي.
د ارګون ولسوالۍ يو اوسېدونکي منور مبارز اطلاعات روز ته وويل، چې هټۍ والو او لاسي کراچۍ پلورونکو د ځايي طالبانو له غبرګون پرته ملي بيرغ را ايستلی او په خپلو دوکانونو يې ځوړند کړی دي.
اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي چې طالبانو د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ګڼ شمېر...