نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، له کله راهیسې چې په قطر کې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ خبرې پیل شوي ورسره سم په ټولو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی چې زیاتره قربانیان یې ملکي وګړي دي.
له دې نيول شويو کسانو څخه يو تن عمران احمدزی په خپل اعتراف کې وايي، چې د لوګر ولايت اصلي اوسېدونکی دی او له خپلو اصلي او مستعارو اکاونټونو څخه يې د طالبانو پر خلاف تبليغ کړی.
د اسټرالوي ورځپاڼو راپورونه وايي، چې سميت په افغانستان کې د منلو وړ نظامي پولې ماتې کړي او «د بې دفاع ملکي افغانانو پر وړاندې يې په وحشيانه چلند» کې لاس درلود.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې تیره شپه شاوخوا ۳:۰۰ بجې د هسکې مېنې ولسوالۍ اړوند «چنګي قریې» په غریزه سیمه کې د طالبانو سرحدي سرتیرو پر عامو خلکو ډزې کړي، چې پر مهال یې د حبیب الله په نامه د یادې ولسوالۍ یو اوسیدونکی وژل شوی دی.
باختر اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي په یوه راپور کې ویلي، چې دغه کميسيون د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن اخند په امر جوړ شوى او مشري يې د کابل د والي مولوي ندا محمد نديم په غاړه ده.
د پکتیکا ولایت اوسېدونکي وايي، د یو مجرم د نیولو لپاره دا ډول عملیات ترسره کول د طالبانو په غیر مسلکیتوب دلالت کوي او ټینګار کوي چې په راتلونکي کې دې د دا ډول ناوړه پیښو مخنیوی وشي.
جهادي ډلو د خپلو سپانسر شويو تبليغاتو او تقديس شويو شعارونو پر مټ عامه شعور هم يرغمل کړی دی او هغوی لاهم داسې انګېري چې د دوی قاتلين د دوی د بدې ورځې ناجي هم دي.