د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام پر ایکس په خپله پاڼه لیکلي: «د ځمکې د مور په ورځ، راځئ چې خپل ځانته یادونه وکړو چې افغانستان د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی.»
د تماس د سيمهييزې ډلې جوړېدل د دوحې تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونو ګوتريش وړانديز و.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راپور کې راغلي و چې د دې راپور د درې مياشتنۍ دورې پر مهال په افغانستان کې امنيتي پېښې د تېر کال د همدې وخت په پرتله ۳۸ سلنه زياتې شوې دي.
د یوناما د راپور له مخې، یو شمیر ښځو د دوی حقونو په برخه کې له پرمختګ پرته د طالبانو په رسمیت پېژندل د ښځو پر انسانیت او د انسان پر کرامت برید بللی او د اندېښنې په څرګندولو سره يې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې طالبان دې تر هغو په رسميت نه پېژني، چې بشري حقونه يې په بشپړه توګه نه وي تامين شوي.
اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي ويلي چې که د ملګرو ملتونو له لوري...
د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام ويلي، چې د طالبانو له لوري د ښځو پر تګ – راتګ لګول شويو محدوديتونو د دې ښځو لپاره ننګونې نورې هم زیاتې کړې دي.
دې د ښځو رول ته په اشاره ويلي چې «افغان ښځې توپير راوستونکې، مدافعينې او د بدلون را منځ ته کوونکې دي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ، چې ملګرو ملتونو ته يې وضاحت ورکړی و، چې د دوحې په غونډه کې د دې ډلې ګډون هغه وخت ګټور دی چې د افغانستان د يوازيني مسوول اړخ په توګه ګډون وکړي او په لوړه کچه د طالبانو او ملګرو ملتونو د چارواکو تر منځ د روښانه خبرو زمينه برابره شي.
د طالبانو مخالفينو دا ډله د بشري حقونو په نقض تورنه کړې او ويلي يې دي چې په قطر کې د ملګرو ملتونو د غونډې په ګډون په نړيوالو غونډو کې د طالبانو په رابللو سره نه يوازې د افغانستان استازولي نه کېږي، بلکې هغوی ته جسارت ورکوي.
اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ميتو ميلر ويلي چې دا هيواد د افغانستان په چارو کې...