کابل کې د اروپايي ټولنې د دفتر مشرې رافیلا لودیس د ويسا نيول کېدل ټکان ورکوونکي بللي دي. هغې په يوه ټويټ کې ليکلي چې ويسا يو داسې څوک دی چې له خپل هيواد سره مينه لري.
د پښتون ژغورنې غورځنګ ۲۰۱۸ کال د جنوري میاشت کې هغه وخت رامنځته شو چې نقیب الله مسید، ځوان سوداګر د کراچۍ ښار کې د پولیسو له خوا ووژل شو. د دې پیښې په اعتراض په لومړي پړاو کې «د مسید ژغورنې غورځنګ» ډېری اسماعیل خان کې را منځته شو او له لږ ځنډ وروسته دا لاریون د پاکستان پلازمینه اسلام آباد ته ورسیده.
ګیلهمن پښتین یو بل پوسټ کې چې منظور پښتین او یو بل کس ورسره ناست دی، لیکلي چې دوی د خیبر پښتنونخوا ډېره اسماعیل خان ته رسېدلي دي.
د پښتونخوا د جنوبي وزیرستان په «مکین» کې دا ستره زرګیزه غونډه نن (سهشنبه، ۵ د زمري) ترسره او د پښتونخوا له بېلابېلو سیمو ورته زرګونه پښتانه افغانان ورغلي ول.