ګارډین د آسترالیا د کډوالو وزیر الکس هاواک په حواله ویلي دي چې دا ګام «په افغانستان کې د آسترالیا د دوو لسیزو فعالیت وروسته زموږ له پایه داره ژمنې څخه د مننې په منظور کېږي.»
د ANSA خبري اژانس ليکلي، چې د کروتون ولايت په «ستکاتو دی کورتو» ساحل کې شاوخوا ۲۷ مړي موندل شوي دي. د دې رسنۍ په وينا، ډېر نور مړي په اوبو کې ليدل شوي دي.
د ارزګان د مرکز ترینکوټ او ولسوالیو اوسیدونکي وايي، چې د کاري بوختیا نشتون او وچکالۍ له امله اړ شوي چي له هیواده کډ وکړي. بل خوا خلک ویره لري که حالت همداسی دوام وکړي نو د مهاجرت روانه لړۍ به پراخه او ډیری خلک به هیواد پریږدي.