مورنۍ ژبه هغه ژبه ده، چې یو انسان یې د لمړي ځل لپاره په خپل کور کې زده کوي. زیاتره خلک په دې باور دي چې مورنۍ ژبه هغې ژبې ته ویل کېږي، په کومه ژبه چې د یوه انسان مور خبرې کوي، خو داسې نده، که څه هم د مورنۍ ژبې نوم د مور له کلمې ژبې څخه اخیستل شوی، خو هدف یې هغه ژبه ده، کومه چې یو انسان د لمړي ځل لپاره زده کوي.