عبدالباري چې د ارزګان ولايت د سرخوم سيمې اوسيدونکی دی طالبانو څخه د مرستو غوښتنه کوي او زياتوي چې یا دې طالبان ورته کار زمینه برابره کړي او یا دې ورسره مرسته وکړي ځکه په کور کې خوراک لپاره څه نه لري.
د پکتيکا د برمل يو اوسېدونکي روح الله اطلاعات روز ته وويل، چې د ناروې کمېټې له لوري د زلزله ځپلو لپاره ۴۹۰ له خټو جوړ کورونه په ۴۰ ميليونه جوړ کړي، چې هر يو يې په څه باندې ۸۱ زره امريکايي ډالره جوړ کړی.
د دې بنسټ په وينا، هغو ۱۵۱ سازمانونو چې د ښځو تر مشرۍ لاندې او يا يې هم د ښځو په چارو کې فعاليت کاوه، خپل ۸۶ سلنه کار يې يا درولی او يا هم محدود کړی دی.
د ګوتریش په وينا، د اغېزناکو بشري مرستو رسولو لپاره اړتيا ده چې ټولو اړمنو ته بشپړ، خوندي او له کوم خنډ پرته لاسرسی موجود وي.
د برمل ولسوالۍ زلزله ځپلي غوښتنه کوي، هغه مرستې چې د دوی په نوم نړیوالو د طالبانو له حکومت سره کړي نو خلکو ته دې ورکړل شي.
په خوست کې يوه برخه ښځې چې په خپل شخصي لګښت د لاسي صنايعو په کاروبار بوختې دي، د بازار له نشتون شکايت کوي او وايي، د توليداتو لپاره يې پيرېدونکي کمرنګه او هټۍ وال يې هم په مناسبه بيه ترې نه پیري.
پوتزل وايي، چې د ښځو پر زده کړو، تحصيل او کار بنديز په افغانستان کې ميليونونو وګړو ته زيان رسوي او نارينهو، ښځو او ماشومانو ته د اساسي مرستو رسولو مخنيوی کوي.
اوچا په يوه اعلاميه کې ويلي چې د طالبانو دا ډول فرمان د ښځو تر ټولو اساسي حق نقض کوي او همدا راز د بشري اصولو ښکاره سرغړونه ده.
وېسټ ليکلي: «د طالبانو هغه فرمان چې ښځې د بشري مرستو رسولو په چارو کې له کاره منع کوي، ډېر زيات غير مسوولانه دی.»
په دغه مکتوب کې ویل شوي چې له دې وروسته به په موسېساتو کې ګمارنې د نیمروز لپاره د طالبانو د والي د حکم له مخې ترسره کیږي.