عبد الحميد د جمعې ورځې خطبه کې په خپلو خبرو کې ويلي، چې ښځې او نارينه مساوي حقونه لري. ده ټينګار کړی چې د ښځو حقونو او حرمت ته بايد پاملرنه وشي.
مولوي عبد الحميد له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د خلکو لپاره دې د طالبانو له حکومت سره ډيپلوماټيکې اړيکې ټینګې کړي.