د ده په وينا، چې په سيمه کې د ژغورنې او پلټنې عمليات روان دي او په دې اړه لا هم معلومات را غونډېږي چې په بس او واړه موټر کې څومره سوارلۍ وې.
پیښه د لوګر مرکز پل علم «جمعه کلا» سیمه کې رامنځته شوې چې پکې یو ماشوم او یوه ښځه مړه شوي او د یو ماشوم په ګډون یو بله ښځه ټپي شوې دي.
نن غرمه مهال شاوخوا دولس بجې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند «درونټې » سیمه کې د ټیلر، مازدا او ټوډي موټرو د ټکر له امله دوه تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوې دي.
د زابل ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي وايي، دغه پېښه نن (دوشنبه، ۹ د لړم) غرمه مهال شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د زابل مرکز قلات اړوند د کاکړانو «چینې» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د فارياب د ترافيکو مدير ملا نجيب الله خيبر وايي، چې یاده ترافیکي پېښه نن سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د ميمنې ښار او المار ولسوالۍ پر عمومي سړک د « قوروقسای» په سيمه کې رامنځته شوې ده.