دوی د ګردېز اړوند په تېره سيمه کې د ګردېز ــ کابل لويه لار وتړله او وايي سره له سبا به کوچنيو موټرو ته هم د اعتراض په ډول پر دې لاره د تګ، راتګ اجازه ورنکړي.
موټر چلوونکي د طالبانو له لوري د ترانسپورټ او ښاروالۍ په نامه د ترانسپورټي پرچو د ورکړې له زیاتوالي هم شکایت کوي او وایي، طالبان ورڅخه په یوه او بله بهانه د پرچې په نامه پېسې اخلي.
دا مهال د افغانستان په نږدې ټولو ولايتونو کې د یو کیلي موټرو د ثبت لړۍ روانه ده او هر موټر ته د ماډل په تفکیک سره د ځانګړي شوي فیس په مقابل کې درې کلن موقتي اسناد ورکول کېږي.
ددې وزارت ویاند طارق ارین بېګاه ناوخته (چهارشنبه، ۲۹ د سلواغې) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي اندرابي په خپله پرېکړه کړې چې په لویو لارو کې د پولیسو له خوا د موټرچلوونکو ستونزو له هغې ډلې د پیسو اخیستنې ستونزې ته ورسیږي.
خوست د هیواد له هغو ولایتونو ګڼل کیږي چې تر شاوخوا ۸۰ سلنه کوچني موټر قانوني اسناد نه لري او د نوې پروسې له لارې ورته موقت اسناد ورکول کیږي.