په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي د معاونت دفتر د ماين او له جګړې د پاتې ناچاوده توکو د خطرونو په تړاو د پوهاوي زياتېدو او په دې هيواد کې د ماين پاکۍ د کار د ملاتړ لپاره د اتحاد غوښتنه کړې.
د اوچا په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د فقر د کچې په ژورېدلو سره ماشومان او لويان د پيسو موندنې په موخه د اوسپينې راټولولو په موخه ناچاودې مرمۍ راغونډوي چې په پايله کې يې له بدو پېښو سره مخ کېږي.
د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی فرید احمد وایي، د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته بیا- بیا د دغې ډلې ماینونو د دوی ماشومان، لویان او څاروي په نښه کړي او تلفات یې ور اړولي دي.
اوچا وايي، چې د ماين تر څلور زره او ۱۵۰ زيات خطرونه پېژندل شوي، چې د ټولنو او په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره مرګوني ګواښونه دي.
د هغه په خبره، د دغې سرګلولې په چاودنه کې یو اولس کلن ځوان مړ شوی او ترڅنګ یې یو دولس کلن ماشوم ټپي دی چې د ښې درملنې په موخه میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوی.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د بسم الله په نوم د يو کس ماشومانو خپل کور ته سرګلوله وړې وه، چې د لوبو پر مهال يې پرې چاودنه کړې او پر مهال يې دوه ماشومان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.
يوناما ويلي، چې د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵مې څخه چې طالبان واک ته رسېدلي دي، بيا د ۲۰۲۳ کال د می تر مياشتې يې د يو زر او ۹۶ تنو وژل کېدل او د دوه زره او ۶۷۹ تنو ژوبلېدل ثبت کړي دي. د يوناما په وينا، د دې مرګ ژوبلې درې پر څلور برخه ملکيان دي چې ټولټال ۷۰۱ تنه وژل شوي او ۱۱۳ نور ژوبل شوي دي.
کندهار کې د طالبانو د والي ویاند وایي، په دې چاودنې کې یو کوچی وژل شوی او دوه زامن یې چې يو شپږ او بل درې کاله عمر لري ژوبل شوي چې د طالبانو د امنيتي کسانو لخوا ميرويس حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کامې ولسوالۍ یو اوسیدونکی زیاتوي چې وژل شوی ماشوم شپونکی و او په غره کې یې رمې څرولې، چې یوه مرمۍ یې موندلې او بیا یې ټکوله چې له امله یې چاودنه رامنځته شوې او خپله پکې وژل شوی دی.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې یاده پیښه د مرکز لښکرګاه ښار د دریمې حوزې اړوند «بولان» سیمه کې رامنځته شوې ده.