د افغانستان په ډېر شمېر سيمو کې هر کال سلګونه کسان په کولرا ناروغۍ اخته کېږي چې له هغې جملې يو شمېر رغېږي او د ګوتو په شمېر ناروغان يې د نه درملنې له کبله خپل ژوند د تل له پاره له لاسه ورکوي.
د زابل لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي وایي، ياد کسان د تېرې شپې (دوشنبه، ۲۸ د لیندۍ) راهیسې د دې ولایت د شاجوی ولسوالۍ په «فاتوزو» کلي کې په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د دغه ریپوټ له مخې زابل ولايت کې د طالبانو د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالحکيم حکيمي ویلي، چې د ناروغو ماشومانو د درملنې او د دغې ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي په موخه يې يو ګرځنده روغتيايي ټيم سيمې ته استولى دى.
يوه سرچينه چې نه غواړي نوم ېې خپور شي اطلاعات روز ته وویل، چې پر دغه ناروغۍ د اخته ماشومانو له خولې او پزې وینه راځي او نږدې روغتیایي مرکزونه یې له درملنې عاجز شوي دي.