ټاکل شوې وه، چې د څو میاشتو ځنډ وروسته په ټول هیواد کې د نجونو ښوونځي د روان هجري لمریز کال په دریمه پرانستل شي؛ خو د طالبانو د پوهنې وزارت په همدې ورځ اعلان وکړ چې منځني ښوونځي او د نجونو لېسې به تر امر ثاني پورې تړلي وي.
ښځينه زده کوونکو اطلاعات روز ته وويل، چې نن سهار طالبانو د نيلي ښار په ګڼو ځايونو کې پوښتنې کولې او نجونې يې نه پرېښودې چې زدکړييزو مرکزونو ته ولاړې شي.