د دوی په وینا، چې د کرونا وبا او په هیواد کې د سیاسي بدلونونو له امله یې روان کال د زده کړو بهیر له زیاتو خنډونو سره مخ و.
سمره وايي طالبان غواړي په دې کار سره د افغان نجونو راتلونکی په تياره کې وساتي، او له نړیوالو غواړي چې ددوئ دغه عمل وغندي
فرزانه یوه له هغو نجونو څخه ده چې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو سره له خپلو زده کړو بې برخي شوې، نوموړې اوس مهال هره ورځ د اتو ساعتونو له پاره د خیاطۍ په یوه مرکز کې کار کوي ترڅو یاد کسب زده کړي.
له زده کړو د وړو نجونو منع کول بدې پايلې لري. لومړی زيان يې دادی چې په ټولنه کې د هر ډول بدلون او خوځښت مخه نيول کېږي او په يوه لويه پيمانه ځواک چې زده کړو او کار ته تيار دی د مايوسۍ او ناهيلۍ ښکار کېږي.
يو شمېر کسان د دې ازموينې اخيستل د نړيوالې ټولنې فشار او د طالبانو له لوري د باج اخيستل ګڼي او وايي چې طالبانو په تېر يونيم کال کې بشري حقوق په ځانګړې توګه د ښځو حقوق نقض کړي دي.
په ننګرهار کې هم د سړو سیمو ښوونځي پرانیستل شول، چې په دې سره به په ټولو سړو سیمو کې ښوونځي پیل شي او همدارنګه انجونو ته تر شپږم ټولګي پورې د زده کړو اجازه ورکول کیږي
«حکومت باید تر شپږم ټولګۍ پورته نجونو ته د زده کړې اجازه ورکړي ځکه که داسي ونه شي موږ به بیا نورو هېوادونو ته اړيو ځکه ډاکټراني به نه لرو په نورو هېوادونو کې ښځې هم زده کړې کوي موږ ته هم باید اجازه راکول شي او حق لرو چې زده کړي وکړو.»
ه پکتیا ولایت کې د ناروېژن کمېټې په مالي ملاتړ د سویل ختیځ زون د څلورو ولایتونو ۱۶ نجونو په فیزیوتراپي څانګه کې له دوه کلنو روغتیايي زده کړو وروسته د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
د طالبانو د پوهنې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دولسم ټولګیو د نجونو ازموينه به نن له غرمې مخکې نهه بجې پيل او له غرمې وروسته یوه بجه به پاى ته ورسېږي.
دغه قومي مشر طالب چارواکي وننګول او ویې ویل، که د ښوونکو د معاشونو او د زده کوونکو لپاره مالي امکانات نشي برابرولی، نو له قومي مشرانو دې مالي مرسته وغواړي.