د اسعد اباد په ولایتي روغتون کې د روغتیايي معلوماتو د سېستم مسوول ډاکټر خان محمد وايي، نری رنځ ساري ناروغۍ ده، چې په آسانۍ یې درملنه او مخنیوی کېدلی شي، خو په خبره یې په دې برخه کې لږه ناغېړي د ناروغ د مرګ باعث ګرځي.
د کندهار د عامي ریاست مسوولین وایي، تېرکال ته په کتو سږکال د ناروغانو په شمېر کې لس سلنه ډیروالی راغلی چي لامل یې د ولسوالیو او ښار تر منځ د غځېدلو لارو خلاصون بلل کېږي.