د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر وایي، د دې ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ په ابکو سیمه کې د وسله والو طالبانو له لورې ځای پر ځای شوي ماین نن (چهارشنبه، ۱ سلواغې) له غرمې وروسته په ملکي وګړو چاودنه کړې چې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د کابل پولیسو قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، دغه چاودنه نن چهارشنبه سهار شاوخوا ۶:۳۰ دقیقو کې رامنځته شوې ده.
د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي، لومړۍ چاودنه نن (شنبه، ۶ مرغومې) سهار شاوخوا ۷:۲ دقیقو کې د کابل ښار اتمې حوزې اړوند حضوري چمن سیمه کې چسپکي ماین چاودنه وشوه، خو کومه مرګ – ژوبله یې نه درلوده.