د طالب مسوولينو په وينا چې د لومړي او دوهم قسط نغدي مرستو پرمهال د شپږو کورنيو له ډلې يې هرې يوې ته د دوه اطاقه کورونو جوړولو لپاره ۶۳۲۰۰ افغانۍ او پاتې ۶۱ کورنيو ته ۳۱۶۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
مک کال ویلي: «په افغانستان کې انساني کړکېچ د ولسمشر بايډن د ګډوډ او مرګوني پر شاتګ له وجې په پام وړ توګه بدتر شوی دی. نفرت پاروونکې ده چې د متحده ايالاتو د ماليه ورکوونکو پيسې د طالبانو په څېر تروريستانو جيبونه ډک کړي.»
اطلاعات روز: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ اعلان کړی چې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب سره د...
د خپرو شویو شمېرو له مخې، تر دې دمه د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۲۶ کڅوړې او د ۳۲ میلیونو ډالرو په ارزښت څه باندې ۳۰ کڅوړې افغانستان ته رسېدلې دي.
د کندهار ولايت لپاره د طالبانو د کډوالو ریيس مولوي نقيب الله مومن وايي، د دغه کورنیو سروې یې پخوا ترسره کړې وه او نن (پنج شنبه، ۱۳ د سلواغې) یې عملاً ورته نغدې افغانۍ وویشلې.
هيواد کې د مرستندويه ادارې مشر الیاس ناصري بيا له نورو خيريه بنسټونو غوښتنه کړې چې د خلکو اقتصادي مشکلاتو ته په کتو دې له اړمنو او بې سرپرسته کورنيو سره همکاري وکړي.
سيګار په خپل راپور کې ويلي، چې د بشري مرستو د وېش په بهير کې د طالبانو لاسوهنه او له خپلو برنامو څخه د دفاع په برخه کې د ملګرو ملتونو ناتواني د اندېښنې وړ دي.
د مرکزي بانک د پولي سياست رييس وايي، د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په مياشت کې د پاړسوب کچه ۳.۵ سلنې ته رسيدلې وه، په داسې حال کې چې تېر کال د سلواغې په مياشت کې د پاړسوب سلنه ۱۵.۳ وه.
د مرکزي بانک له ارقامو سره سم، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې نغدي مرستې تر يو ميليارد او ۹۱۳ ميليونو ډالرو اوښتي دي.
يوناما د مرکزي بانک ټويټ بيرته خپور کړی او وضاحت يې ورکړی دی چې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو نغدي مرستې په يوه خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو په بانکي حسابونو کې ساتل کېږي