کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي انعام الله سمنګانی نن (یکشنبه، ۱۰ د مرغومي) د دې نندارتون په پرانیسته کې وویل، چې د نندارتون له جوړیدو څخه يې موخه کتاب او مطالعې ته د ځوانانو هڅول دي.
يوه ښځه عذرا اميني وايي: «د هرې ورځې په تېرېدو زموږ پلور کم شوی دی. نندارتونونه هم کم جوړېږي. په ټوله کې فعاليتونه له رکود سره مخ دي. تر څو چې د ښځو د ملاتړ برنامې جوړې نشي، زموږ سوداګري به ختمه شي او زياتې ښځې به بېکاره شي.»
د خوړو دغه مېله او د بېلابېلو کرنیزو توکو، لاسي صنایعو او نورو کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون د جلال اباد ښاروالۍ او کرنې ریاست په همغږۍ جوړ شوی دی، چې دوه ورځې به دوام وکړي.
د نندارتون ګډونوال او د لېسو او ښوونیزو ادارو زده کوونکي بیا خوښ دي، چې خپل تولیدات یې نندارې ته ايښي، خو دوی د امکاناتو له کمښت شکایت لري.
د نندارتون ګډونوال او محصل عثمان علي بیا خوښ دی، چې خپل تولیدات یې نندارې ته ايښي، نموړی تمه لري چې د دا ډول نندارتونو په جوړیدو سره به نه یوازې کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه وشي بلکې د محصلینو د علمي سویې په لوړولو کې هم مهم رول لرلی شي.