محمد زبیر د سوداګریزو موټرو یو چلوونکی دی وایي، چې پاکستان هغې غاړې ته د موټرو ور اوښتو پروسه ځنډنۍ پرمخ بیایي چې له امله یې تورخم کې سلګونه لارۍ په ورځو ورځو ولاړې وي.
دننګرهار د عامې روغتیا رییس وایي، د ایران قونسل ورسره ژمنه کړې چې په ننګرهار کې د ناروغانو د درملنې لپاره به یو ځانګړی روغتون جوړ کړي، چې ټول مصارف به یې د ایران هیواد له لوري ورکول کیږي.
یو ناروغ وایي، له یوې خوا سخته ګرمي او له بلخوا د ټوکنو په ویش کې فساد، بې نوبتي او واسطې هغه ستونزې دي چې له امله یې ناروغان په اسانۍ د ټوکن په اخیستلو نه توانیږي.
یوې باوري سرچینې وویل، چې د دغه کس جسد نن (یکشنبه، ٢٢ د زمري) سهار شاوخوا ۸:۰۰ بجې د خوږیاڼو ولسوالۍ په «ارغچ» سیمه کې موندل شوی دی.
ننګرهار کې د تولیدي فابریکو مالکین وايي، د برېښنا پرچاوۍ پر تولیدي چارو منفي اغېز پرېښی او زیاتوي چې یو شمېر ماشینونه او فابریکې د بریښنا نشتون له امله دریدلي دي.
د ننګرهار د رسنیو له دفتره نن (پنج شنبه، ۶ د سلواغې) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولایت د ګمرک ریاست د تشریح کارکوونکو نهه قلمه مشکوک اجناس نیولي دي.
اطلاعات روز: په ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د پاکستان حکومت ورته د تورخم له لارې ۲۷ هغه...
د ښېوې ولسوالۍ یو اوسیدونکی وایي، ناپيژانده وسله والو کسانو یو ځایي استوګن محمد عارف چې د دې ولسوالۍ په بازار کې یې نانوایي درلوده کور ته پر لاره په ډزو وژلی دی.
له همدې انسټیټیوټ فارغه شوې شکریه ناصري چې د انګلیسي ژبې په برخه کې یې زده کړې کړي، خوښي څرګندوي چې له زده کړو وروسته ټولنې ته د خدمت جوګه ګرځي.
طالب چارواکي وایي، افغانستان کې جګړو، بېوزلي او نورو ستونزو ګڼ ماشومان بې سرپرسته کړي چې ډېری یې د ښارونو په لارو کوڅو کې په خیرات ټولولو او یا درنو کارونو بوخت دي.