ننګرهار کې سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت د ښاروالۍ شپږ کارکوونکي د طالبانو د استخباراتو ریاست له لوري د فساد په تور نیول شوي دي.
سرچينو ويلي چې یادې میرمنې پنځه اولادونه لرل او له خاوند سره يې څو ورځې نهاره تېرې کړې وې. کورنۍ يې د مړينې لامل اقتصادي ستونزې يادوي.
بلخوا بزګران هم وايي چې سږکال به یې د ځمکني توتانو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیات وي.
ننګرهار کې ځايي سرچینې وایې چې د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د خپلمنځي شخړې له کبله يو تن وژل شوی او يو بل ژوبل دی.
د تورخم لپاره د طالبانو کميسار عبدالجبار حکمت وایې، د کشف امریت پرون ناوخته په تورخم کې د اوبو د يوه جام په شمول د یوولسو تاريخي اثارو د قاچاق مخنيوی کړی چې يوې ښځې په غير قانوني توګه پاکستان ته انتقالول.
زابلي ويلي چې په یاده سیمه کې يوه باروړونکي موټر مور او ماشوم له سړکه د تیریدو پر مهال وهلي چې له امله يې مېرمن ځاى پر ځاى خپل ژوند بایللی او ماشوم يې سخت ټپي شوى دى.
د زابلي په وينا، د مړې شوې نجلۍ جسد یې نن ماشپين د ځایي خلکو په همکارۍ د اوبو له کوهي راایستلی دی.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایې چې تېره ورځ د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د «رفیع الله» په نوم یو کس ځان د ټوپک په ډزو وژلی دی.
له سيمې يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې دا پېښه نن ماښام تر روژه ماتي وروسته د دره نور ولسوالۍ اړوند «املې» کلي کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار کانال ریاست لپاره د طالبانو مسوولين اټکل کوي چې سږ کال به په دې ولايت کې د خرما حاصلات د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیات وي.