ختیځ کې د طالبانو د خالد ابن ولید قول اردو ویاند مولوي وحید الله محمدي وژل شوی پوځي «بغاوتګر» او د «ملي مقاومت جبهې» کلیدي غړی ښودلی او په خبره یې، چې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو دغه پخوانی پوځي د یوه کمین پرمهال په ډزو وژلی دی.
کونړ کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین بیا وایي، د دغه ولایت د پېج درې ولسوالۍ په «کوړنګل او سوندرۍ» درو کې لګېدلی اور لا هم نه دی مړی شوی او درېیمې ورځې ته غځېدلی دی.
اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو چارواکي وایي چې ایران د دې ولایت د پوهنتون استادانو ته په ايران کې...
د نورګرام ولسوالۍ یو اوسیدونکی وایي، دغلته د دوو کورنیو ترمنځ د پخوانۍ دښمنۍ له کبله رامنځته شوې نښته کې د یوې کورنۍ اووه غړۍ وژل شوي او د مقابلې کورنۍ څلور غړي ټپیان دي.
نورستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه مرستې نن (دوشنبه، ۴ د مرغومي) د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له لوري ویشل شوې دي.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه نښته تېره ورځ مازدیګر مهال د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ اړوند د تیتین درې په «بزک خېل» سیمه کې رامنځته شوې.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ یوه اوسیدونکي نیک محمد اطلاعات روز ته وویل، چې په دې ولسوالۍ کې نن (یکشنبه، ۲ د زمري) د زیاتو ورښتونو او سیلابونو راوتو له امله په زرګونه جریبه ځمکه ویجاړه او د خلکو کورونه ړنګ شوي دي.
د نورستان د مرکز پارون او لېرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د کمزورۍ له امله اړ دي، چې له درېو تر څلورو ساعتونو نورو سیمو ته پلی مزل وکړي.
یوې ځایي سرچینې وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۱۶ د سلواغې) مازدیګر ۳:۰۰۰ بجې د نورګرام ولسوالۍ اړوند «ننګراج» سیمه کې رامنځته شوې.
اطلاعات روز: په نورستان کې د طالبانو مسوولین وایي چې د دې ولایت د کامدېش ولسوالۍ په یوه ځنګله کې...