د مزار شريف اوسېدونکي وايي، چې طالبانو د روضې شاوخوا کلک امنيتي تدابير نيولي، شاوخوا لارې يې تړلي او د نقليه وسایطو تګ – راتګ ته اجازه نه ورکوي.
د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي د افغانستان له خلکو د امريکا د ملاتړ پر دوام ټينګار کړی او ويلي يې دي چې په ټولنه کې د ښځو او نجونو ګډون د دې هيواد لپاره روڼ راتلونکی ټاکي.
سرچينې زياتوي، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبين خلکو ته وايي، چې د نوروز لمانځل حرام دي او په دې ورځ ميله کول ګناه لري. دوی همدا راز وايي چې خلک کولای شي په نورو ورځو کې تفريح ته ولاړ شي.
د ښاغلي عبدالله په پيغام کې راغلي: «هيله لرو چې په نوي تعليمي کال کې به د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې د نجونو په وړاندې پرانيستل شي او د هيواد باعزته مېرمنو ته چې زموږ نيمه ټولنه جوړوي، د کار زمينه برابره شي.»
د ننګرهار یو اوسیدونکی وایي، د نوروز جشن څو زره کلنه تاریخچه لري او افغانان د دغه ګډ میراث د شریکانو په توګه حق لري چې خپل دا کلتوري میراث ژوندی وساتي.
ښاغلي ګوتريش په يوه ټويټ کې نوروز د سولې، خبرو-اترو او پيوستون لپاره «نوی پېل» ګڼلی دی. ده ليکلي چې په دې ورځ بايد بيرته «له طبيعت سره اړيکه ټینګه کړو».
د دايکندي په کيتي ولسوالۍ کې د طالبانو امر بالمعروف امريت هم د يوې اعلاميې له لارې د نوروز لمانځل يو پردی او غير اسلامي دود ګڼلی.
په افغانستان کې هم د سیمې هېوادونو په شان د پسرلي موسم پیل د نوي کال لومړۍ ورځ بولي او یو شمېر هېوادوال د نوروز اړوند مراسم ترسره کوي.
په تولنیزو شبکو افغان کارونکو د نوي کال د ورځې په پار د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي او ډیرو یې له طالبانو غوښتي چې د نوي کال په پېل سره دې د نجونو پرمخ د تړل شویو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.