د ښاغلي احمدي په وينا، د عبدالحکيم اندرابي او نورالله اندرابي په نوم د «مقاومت جبهې» غړي چې دواړه وروڼه و، د طالبانو پر وړاندې مقاومت کړی او د اتو طالبانو تر وژلو وروسته په خپله هم وژل شوي دي.
اطلاعات روز: په پکتیکا ولایت کې ځايي سرچینې وايي، چې برمل ولسوالۍ کې «فرضي کرښې» ته څېرمه د طالبانو او...
یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه نښته نن (سې شنبه، ۲۴ د لړم) مازدیګر 4:00 رامنځته شوې او سیمې ته د طالبانو تازه دمي ځواکونه هم رسېدلي دي.
د تسنيم خبري اژانس په وينا، د ايران د ځمکنيو ځواکونو قومندان پرونۍ نښتې ته په اشارې ويلي: «تر څو چې [افغانستان] نړيوالو قوانينو ته درناوی کوي، نو متقابل درناوی به يې کېږي.
د سرچینې په وینا، د دغې نښتې په ترڅ کې چمن لوري ته د نظامي او ملکي وګړو په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۱۵ کسان نور ټپیان دي.
په بادغيس کې د طالبانو امنيې قومندانۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دا نښته تېره ورځ (يکشنبه، ۱۴ د کب) د څړځای پر سر پېښه شوې ده.
فرخار ولسوالۍ کې يوې باوري سرچينې اطلاعات روز ته وويل چې دغه بريد تېره شپه (چهارشنبه، ۶ د تلې) شاوخوا ٧:٣٠ دقیقې د دې ولسوالۍ په «خفدره» کلي کې شوى دى.
دا نښته په داسې مهال رامنځته کیږي، چې تېره ورځ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قومندان په مشرۍ یو پلاوي په فرضي کرښه د طالبانو د سرحدي ځواکونو له امنیتي پوستو لیدنه کړې وه.
پاکستاني پوله ساتو د نښتې پر مهال درنې وسلې هم کارولي او دوه ځله يې پر سپين بولدک ولسوالۍ د هاوان مرمۍ پيرونه کړي دي.
اطلاعات روز ته په استول شویو ویډیوګانو کې د ډزو غږونه اوریدل کېږي او د جګړې په ډګر کې د ځینو کسانو جسدونه پراته دي او دا معلومه نه ده چې د کوم لوري غړي دي.