نیمروز کې ځايي سرچینې وایي چې د دې ولايت د چخانسوري ولسوالۍ پر عمومي سړک د ترافيکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
ټولټال ۳۴ زره او ۳۲ افغان کډوال له ایران افغانستان ته راستانه شوي چې په دې کې ۱۰زره ۱۰۷تنه په خپله خوښه او ۲۳زره ۹۲۵ کسان په جبري توګه وتلو ته اړ ایستل شوي دي.
الهام وایي، دغه کس چې حبیبالله نومېږي او د فراه ولایت د بکوا ولسوالي د سپین کاریز د کلي اوسېدونکی دی او تیره ورځ سهار يې په زرنج ښار کې خپله مېرمن د ټوپک په ډزو وژلې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، تر اوسه په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د غوښتل شويو پيسو شاوخوا ٣٠ سلنه ترلاسه شوي دي.
يوې سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې د محمود په نامه یاد سوداګر د تېرې یکشنبې په ورځ (۱ د لړم) هغه مهال تښتول شوی چې له کور څخه جومات ته روان و.
یوې ځایي سرچینې وویل، چې دغه پیښه تېره شپه (شنبه، ۱۰ د چنګاښ) رامنځته شوې او طالبانو د وژل شویو افغانانو جسدونه د نیمروز ولایتي روغتون ته را انتقال کړي دي.
دغه دستګاه چې د «کوردید» ولایتي موسېسې په مالي ملاتړ جوړه شوې، د نموړې موسېسې مسوول ډاګټر عبدالواحد واحدي وایي، فعاله شوې دستګاه په ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ ډبې اکسیجن تولیدوي چې د نیمروز عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شوه.
نيمروز کې د طالبانو د ټولګټو چارو ريیس جان محمد بدري وايي، دغه پل چې ۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۱ متره عرض یا پلنوالی لري تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۶ دتلې) ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
په نيمروز ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس حبیب الله الهام وايي
چې دا مرستې به د نيمروز د کليو او پراختيا رياست په همکاري او د خوړو د نړيوال سازمان (W.F.P) له لوري پر ۲۱۰۰ کورنیو ووېشل شي.
هیواد کې د ځینو سیمو خلک ادعا کوي چې هغه مرستې چې د طالبانو لخوا پر خلکو ويشل کيږي له فساد ډکې وي او هغه کسانو ته ورکول کيږي چې د طالبانو په حکومت کې واسطه لري.