عيني شاهدانو اطلاعات روز ته وويل، چې وسله والو کسانو له ریکشې څخه د طالبانو پر رينجر موټر ډزې وکړې. د دوی په وینا په دغه برید کې د طالبانو د رینجر موټر ټول سپاره کسان وژل شوي دي.
د طالبانو امنیتي چارواکو د دغو بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې د دې ډلې یو غړی ټپي شوی دی. د دوی په وینا چې یو بریدګر هم د طالبانو له خوا وژل شوی دی.