هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريیس حافظ راشد وايي، چې دوی هلمند کې د زلزله ځپلو له پاره راټولې شوې پيسې هلمند کې د طالبانو ولايتي چارواکو ته سپاري چې هغوئ یې د خوست او پکتيکا زلزله ځپلو کورنيو ته ورسوي.
په دې ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس حافظ راشد وایي، چې تېره شپه (جمعه، ۲۴ د وري) په باباجي او ګرشک ولسوالیو کې د تیز باد او باران له کبله د تندر پریوتو دوه جلا پیښې رامنځته شوې دي.
د دغې فابريکې مسول حاجي غلامحمد محمدي وايي، چې د دې فابريکي پر جوړيدو شاوخوا ۷۲ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې د شپږو مياشتو په موده کې يې کارونه بشپړ شوي او دا مهال پکې ۱۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
د هلمند ولايت روغتيا پالان وايي، چې د بي کیفيته او تر وخت تيره درملو کارول په ځينو وختونو کې د شديدو ناروغيو د رامنځته کيدو ترڅنک د مړينې لامل هم ګرځي.
د هلمند ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر سيداحمد سعيدي وايي، چې په دې ولايت کې لسګونه روغتیایي مرکزونه د شخصي کورونو څخه خلکو ته خدمات وړاندې کوي.
د هلمند اوسیدونکی ولی الله د کار روزګار نشتون او اقتصادي ستونزې د جرمونو د زیاتیدو اصلي لاملونه ګني. دی وایي، که د خلکو اقتصادي وضعيت ته پام ونه شي راتلونکي کې به د جنايي پيښو کچه زياته لوړه شي.
خبر پاڼه زیاتوي، چې د ۲۰۲۲ کال د جولای مياشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د هلمند په مرکز او ولسواليو کې د خپل منځي شخړو له امله ۸ کسان وژل شوي او ۴۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د جبار په نوم يو کس چې د هلمند ولايت اوسېدونکی دی، په دغه کارخانه کې به يې بېلابېل نشه يي مواد جوړل.
هلمند ولايت کې د طالبانو د سينديزې حوزې د اوبو د تنظيم مسوول انجينر ذبیح الله فروتن وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د ځمکې د يو شمير ترکيباتو له امله اوبو خپل خوند اړولی دی.
یوې سرچینې وويل، چې ياده ترافيکي پيښه نن سهار وختي د کندهار-هلمند پر لويه لار د ګرشک ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یو ۸۵۰ مسافر وړونکي بس، یو ټانکر او موټر سایکل ترمنځ شوې.