مجاهد دغه راز ویلي، چې پاکستان باید پخپله خاوره د پیښو نه کنټرول، ناتواني او ستونزو پړه پر افغانستان وانچوي ،« ځکه داسې پيښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.»
شپاړس کاله وړاندې هالنډي ځواکونو د ارزګان د چوره ولسوالۍ د «قلعه راغ» سیمه کې د اخترمحمد په نوم د یوه ځایي اوسیدونکي کور بمبار کړ چې پکې د یاد کس د کورنۍ د غړو په ګډون د هغه ۲۰ تنه خپلوان ووژل شول.
خوږیاڼی وایي، د وسله والو طالبانو وژل شوي قومندان په خوږیاڼو او یو شمیر نورو سیمو کې د دولت ضد فعالیتونه کول.
د پوځي حکومت وياند تورن جنرال زوان مين تون له دولتي ټلويزیون سره په خبرو کې منلې چې پر مراسمو بريد شوی دی، خو ده د حکومت مخالف پوځونه په سيمه کې د جګړې په کولو تورن کړي دي.
تر اوسه د موټر نوعیت او په کې د وژل شویو کسانو په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي چې دغه کسان څوک و او چېرته روان و، خو ځینې سرچینې بیا وايي، چې شوی برید هوايي دی او پاکستاني طالبان په کې په نښه شوي دي.
امرخیل زیاتوي: «د هوایي برید په ترڅ کې په بټي کوټ ولسوالۍ کې ۱۳ هغه وسله وال طالبان وژل شوی چې په دې وروستیو کې له زندانانو ازاد شوي وو او بیا د جګړې ډګر ته راغلي وو.»