امرخېل هیله مندي وښوده چې په دې سره به نه یوازې د دې ولایت په عوایدو کې زیاتوالی راشي، بلکې له دې لارې تلونکو مسافرو ته به هم ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.
کابو لس کاله وړاندې په خوست کې دې ولایت ته د نړیوالو الوتنو په موخه د دوه میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د هوايي ډګر د بنسټ ډبره اېښودل شوې وه، چې اوس مهال یې چارې بشپړې شوې او د چارواکو په خبره چې ژر به یې ګټې اخیستنې ته وسپاري.
حماد په يوه ټويټ کې ليکلي، هغه ښکنځلماران چې ځانونه يې د طالبانو د حکومت برخه بلل او خلک يې د هوايي ډګر مخې ته توهين کړي و، هم نيول شوي دي.
د پاکستان د غیر نظامي هوایي چلند ادارې (PCAA) په وینا، په کومه سیمه کې چې بې پیلوټه الوتکې پرواز کاوه، هغه تشخیص شوې چې د راولپنډۍ د بحریه ښارګوټي اتم فاز و.