عام خلک بیا ادعا کوي او زیاتوي چې که څه هم طالبان په زياته اندازه لوړه ماليه اخلي خو، دوی ته یې په بدل کې هیڅ ډول عامه خدمات نه دي وړاندې کړي.
یو تن هټۍ وال اطلاعات روز ته وویل، چې د ښاروالۍ ریاست کارمندانو یې څو ورځې وړاندې په دې موخه د دوکان دروازه پرې وتړله چې د یوې کوچنۍ لوحې یا اعلان پیسې یې پر وخت نه وې تحویل کړې.
د ده په وینا، که طالبان د هټیو د کرایې او پر کلنۍ مالیې له سره غور ونه کړي او راکمې یې نه کړي نو زیاتره هټۍوال به اړ شي چې خپل کاروبار ودروي.
د جلال اباد ښاریان هر کال د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي او د نرخونو د نه کنټرول په برخه کې د ښاروالۍ مسوولین پاتې بولي.
هټۍ وال وایي، په ځلونو یې د مالیې د کمولو په موخه د طالبانو اړوندو ادارو ته شکایتونه کړي؛ خو په خبره یې د یادې ډلې چارواکو ورته د ستونزو د حل تېر ویستوونکې وعدې ورکړي، چې په وینا یې تر اوسه یې پایله نه ده ورکړې.
يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې یاد شي اطلاعات روز ته وويل، چې دغه دوکانونه د لښکرګاه ښار د الجديد په سوداګريز مارکېټ کې موقعيت لري او مالکانو يې د تېرې جمعې ورځې لمانځه کې برخه نه وه اخيستې.