ګربزو قوم د ناوړه دودونو مخنيوي دا پريکړه د کلتوري ستونزو د هواري لپاره کړې ده، د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په سيمه کې يې له دې وړاندې داسې رواجونه موجود وو، چې له اسلام او کلتور سره خلاف و.
تر څو چې موږ د هر انسان پر خپلواکۍ، خپلواکه اراده او ازادۍ باور ونه لرو، ډېره ستونزمنه ده چې ښځه دې زموږ د ټولنيز جبر له زولنو ازاده شي.
په بدو کي د ښځو ورکړه، لوړ ولور او یا هم د نجلۍ سره د هغې په ورکړه کي مشوره نه کول هغه څه دي چي ډیری نجونې یې له کور تیښتې او یا هم ځان وژنې ته اړې کړي دي.
په سمنګان کې د يوه سالون څښتن وايي، چې د طالبانو دا پرېکړه د بېکارۍ د زياتېدو لامل کېږي او په هيواد کې د کار لپاره د پانګوالو دلچسپي کموي.